۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۵, شنبه

ازبېکستان: افغانستان او پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پروژه به راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړه شي

 ازبېکستان: افغانستان او پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پروژه به راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړه شي
د ازبېکستان د ترانسپورت وزارت وايي، افغانستان او پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پروژه به په ۲۰۲۷ز کال کې بشپړه شي.


د ازبېکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربېگ چورییف ویلي، د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال په وروستیو کې پای ته رسېږي.
نوموړي ویلي، دا پروژه د ازبېکستان لپاره د هند تر سمندر پورې مهمه ترانزیتي لاره ده او د اورگاډي د دې پټلۍ په بشپړېدو سره به ازبېکستان ته د سوداگریزو توکو په وړو راوړ کې له ۳ څخه تر ۵ ورځو پورې وخت سپما شي.
د اورگاډي دغه پټلۍ له مزار شریف څخه پیل او د پکتيا تر خرلاڅې بندر پورې ده، چې په بشړېدو سره به یې د افغانستان سربېره ازبېکستان او پاکستان ته هم د سوداگریزو توکو په لېږد کې گڼې اسانتیاوې برابرېږي.

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۴, جمعه

په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره خپلواکه سیمه: فرصتونه او ننګونې.

 په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره خپلواکه سیمه: فرصتونه او ننګونې.
لیکنه:محمد کوثر




په چابهار بندر کې د ایران لخوا د افغان سوداګرو لپاره خپلواکه سیمه ټاکل بې له شکه د افغانستان لپاره په ځانګړي توګه د افغان سوداګرو لپاره د خوشالۍ خبر دی، تر څو خپله تکیه د کراچۍ او واګه بندر څخه کمه کړي.
خو زه غواړم چې چابهار بندر په اړه د ځینو فرصتونو او هغه ننګونې چې لا تر اوسه ورته څوک نه دي متوجه، اشاره وکړم، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
لومړی دا چې د چابهار بندر په بشپړ ډول فعالول د افغانستان او سیمې لپاره یو زیات شمیر فرصتونه رامینځته کولای شي، چې دا کار به په ریښتوني معنا افغانستان د مرکزي آسیا او سویلي آسیا تر منځ د تقاطع او وصل نقطه وګرځوي.
خو د دې فرصتونو سره سره چې زیات هم دي او د افغانستان په ګټه دي ځینې ننګونې هم لري هغه داسې چې د اقتصاد پوهانو تر منځ یو تجارتي متل ډیر مشهور دی چې وایي ” خپلې ټولې هګۍ په یوه ټوکرۍ کې مه اچوئ”، د دې متل پر بنسټ هغو ننګونو ته اشاره کول غواړم چې زه یې احساسوم
سربېره پر دې، د افغانستان لخوا په چابهار بندر کې د ۳۵ میلیون ډالرو پانګونه، د دې خبرې ثبوت دی چې اسلامي امارت د سیمې په وصلولو او اقتصادي پراختیا راوستو ته لیوال او مخلص دی.
دا چې ایران د تیرو شلو کالو راهیسې د امریکا او غرب لخوا د خورا سختو بندیزونو سره مخامخ دی، په همدې خاطر ایران په چابهار کې هر ډول پانګونې ته ښه راغلاست وایي.
کله چې په ۲۰۰۲ کال کې پاکستان او چین د ګوادر بندر جوړولو هوکړه وکړه، نو په بل کال کې ایران هند ته وړاندیز وکړ چې په چابهار بندر کې پانګونه وکړي، خو د امریکا د بندیزونو له امله یې ونشو کولای چې کار پرې پیل کړي، چې اوس هم ایران د امریکا له لوري د سختو بندیزونو سره مخامخ ده.
سربیره پر دې د چابهار بندر په جوړولو کې د هند هڅې هم د تائید وړ دي، ځکه چې هند په سیمه کې د امریکا اتحادي دی او هم وتوانید چې امریکا په دې قانع کړي تر څو چابهار بندر د خپلو بندیزونو له لیست څخه وباسي او یا دا چې په دې برخه کې نرمي وکړي.
د اوس لپاره خو داسې بریښي چې چابهار بندر د افغانستان په ګټه دی، خو د دې ضمانت نشته چې په اوږد مهال کې به ایران د افغانستان لپاره محدویتونه وضع نه کړي او یا دا چې وروسته له دې چې دا بندر په بشپړه توګه فعاله او کامیابه شي نو افغانستان به له صحنې وباسي او یا احتمال لري چې نوي او سخت شرطونه ورته وټاکي.
هغه داسې چې ایران ممکن چابهار بندر د عشق اباد له لارې مرکزي اسیا د سویلي اسیا سره وصل کړي، ځکه چې په دې سیمه کې مخکې تر مخکې زیربنا هم شتون لري او هم په دې برخه کې د ایران، عمان، ترکمنستان او ازبکستان تر منځ د عشق اباد تړون چې په ۲۰۱۱ میلادی کې لاسلیک شوی شتون لري، چې وروسته هند هم ورسره په ۲۰۱۸ میلادی کې په رسمي توګه یوځای شو، سربیره پر دې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې هند، ایران او روسیې د چابهار بندر د نړیوال شمال ـ جنوب ترانسپورتي دهلیز سره وصل کړ، چې اسلامي امارت یې په رسمي توګه ستاینه هم وکړه.
که په لنډه توګه ووایم چې د دې امکان د وخت په تیریدو سره موجود دی، چې د افغانستان څخه صرف نظر وکړل شي او یا زیات خنډونه ورته جوړ کړي.
نو په دې خاطر اسلامي امارت باید خپلې ټولې هګۍ په یوه ټوکرۍ کې وا نه چوي، چې یوازې په ایران تکیه وکړي، بلکې یوه لار د تعامل د پاکستان سره هم پریږدي، ځکه چې په نړیوالو اړیکو کې هیڅوک د هیچا تل دایمي دوست او دوښمن نه شي پاتې کیدای، بلکې نړیوالې اړیکې تل د ملي ګټو پر بنسټ پالل کیږي.
همدا راز، اسلامي امارت باید په سیمه او نړۍ کې د جوړجاړي سیاست څخه په ګټه د سیمې په ټولو اقتصادي او د نښلون په تړونونو کې غړیتوب تر لاسه کړي، هغه که د نړیوال شمال ـ جنوب ټرانسپورټي دهلیز وي او که د چین، .پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پیک) وي
https://sikaram5.blogspot.com/2024/04/blog-post.html?m=0

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

Who is the real enemy, the enemy's forces or his thoughts and ideas port 2.

Who is the real enemy, the enemy's forces or his thoughts and ideas.


 In the past century, infidels and especially communism, secularism and Liberalism has its own philosophies, theories, political and social Principles and their intellectual and spiritual values ​​from different ways and differenWho is the real enemyt ways Accepted by means of Muslims. As a result of the influence of these foreign values ​​and political and social ideologies In the Islamic world, there were foreign generations that d Politics, laws, education, culture, ethics, spiritual values, military And in the fields of economics, they went the way of the West. The secular West and The communist Soviet Union was able to make the Islamic world its own The colonists turn the rulers and the systems after them go on.
In this form, the result of ignorance of contemporary disbelief and neglect of it It also came out that the money, student, mentor and preacher who should If Muslims were informed about the dangers of contemporary disbelief, it would be great for them Part today is liberalism, democracy, secularism, humanism, interpretation, Orientalism, constitutional laws, international military and political agreements and d Kufr does not know the current species and forms in a scientific form, that's why Neither can fight effectively against them, nor can they fight against them The goals have been placed.
A large part of us are Malays and murshids, whether about Jews or Christians Whatever information it has, it is also the same as that of Unim Zirkal The information is not real in that form now. And this is because Today Judaism, Zionism and related international and local Organizations have taken almost the entire world hostage  one form or another, and the world He has taken charge of many important matters.
Also, Christianity is not the old religion of monastery and monasticism It is that the belief has an effect within a certain limit and that's it. Rather Christianity has now turned into crusades, tansirism, colonialism and the international system That of international Catholic, Orthodox, Protestant churches and others Through international institutions, he has reached the whole world in various forms It has left its impact on the lives of billions of people, but ours The wealth, madrasa, and monastery of the Murshid in the curriculum of these great dangers There is nothing about it.
to be continued..in port 3...

ازبېکستان: افغانستان او پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پروژه به راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړه شي

  ازبېکستان : افغانستان او پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پروژه به راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړه شي د ازبېکستان د ترانسپورت وزارت وايي، افغانستان ...